اسلام آباد۔7 نومبر(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شريف ايم آصف ته په دوحه كښې د انټرنېشنل بلیئرډز اېنډ ورلډ سنوکر فېډرېشن (آئی بی اېس اېف) چېمپئن ش?? په ګټلو مباركي وركول?? سره وئيلي چې د پاكستان صلاحيت لرونكي ځوانان د لوبې په مېدانونو كښې د خپل هېواد نامه روښانه كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل اېم آصف په درېم ځل نړيوال چېمپئن ش?? ګټل?? سره د هېواد سر په وياړ هسك كړے دے۔ د اېم آصف كورنۍ او د هغه كوچ هم په دې بريا د مباركۍ مستحق دي۔ نړيوال چېمپئن ش?? په خپل نوم كولو له آصف شپه او ورځ هڅې وكړې كومې چې د ستائنې وړ دي۔ وزیرِاعظم ووئيل د پاكستان صلاحيت لرونكي ځوانان د لوبې په مېدانونو كښې د خپل هېواد نامه روښانه كوي۔ ده ووئيل حكومت به هره ممكنه هڅه كوي چې لوبغاړو ته د نړيوال معيار آسانۍ وركړې شي۔ ده زياته كړه چې نړيوالو مقابلو لپاره لوبغاړو ته د تيارۍ معياري آسانۍ وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔
Nguồn bài viết : TK xổ số Mega 6/45