فېصل آباد۔9 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف وئيلي دي چې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به جنګ روان ساتلے شي ٬ د هېواد سلامتيا لپاره د پاك پوځ د افسرانو او ځو??نانو قربانۍ كله هم هېرېدې نه شي?? لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت خپل وطن سره د وفا لوظ پاللو سره خپل نن زمونږ په سبا قربان كړو٬ ??ام د پاك پوځ په قربانيو وياړي۔ د شورؤ په ورځ وزيراعظم فېصل آباد ته تللو سره د قطبي وزيرستان په سپن وام سيمه كښی د فتنة الخوارج په ضد جنګ كښې د شهادت درناوي ترلاسه كوؤنكي لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت شهید كورنۍ سره غمرازي او شهيد لپاره د بخښنې دعا وكړه۔ د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د وزير اع??م صلاحكار رانا ثناﺀ او سېنېټر طلال چوهدري هم وزيراعظم سره ؤ۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاك پوځ په شهيدانو زما په شمول ټول اولس وياړي۔ د هېواد سلامتيا لپاره د پاك پوځ د افسرانو او ځو??نانو قربانۍ د هېرولو نه دي۔ پاكستانې ??ام به د خپلو شهيدانو او د هغوي د كورنيو قرض دارې پاتې وي۔ ده ووئيل د هر ډول ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم لرؤ۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرو په ضد امنيتي ځو??كونو كاميابې كارروايۍ كړې دي?? لېفټېننټ كرنل محمد علي شوكت د خپل ژوند له پروا كولو پرته په مړانه د دښمن مقابله وكړه۔ هغه زمونږ سبا لپاره خپل نن قربان كړو۔ هغه وطن سره د وفا كولو لوظ وپالو?? لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت د 4 او 5 اکتوبر په منځومانۍ شپه كښې د شمالي وزيرستان په سپن وام سيمه كښې د ترهګرو په ضد د كارروايۍ په مهال د فائرنګ په تبادله كښې شهيد شوے ؤ۔ ده سره د پاك پ??ځ نور 5 ځو??نان هم شهيدان شوي وو۔ په دغه كارروايۍ كښې 6 خوارجي هم وژلې شوي وو۔
Nguồn bài viết : Club Ace 21 E-Gaming Club