اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر چوهدري سالك حسین وئيلي دي د ټولو مذهبونو د مذهبي ځايونو حفاظت زمونږ فرض دے، مذهبي سیاحت ته ودي وركولو له به نور اقدامات هم كولې شي، ??قلیتونه دلته د پاکستان جوړيدو څخه وړاندې آباد دي، نه يواځي د هندوانو بلكه د نورو مذهبونو د مقدس ځايونو د ښكلا لپاره به هم كار كولې شي??د دې خيالاتو څرګندونه د مذهبی چارو وفاقی وزیر چوهدری سالك کټاس راج مندر كښې د جوړ شوي استوګنې بلاکس پرانستې په موقع میډیا ??ره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر چکوال كښې په کټاس راج مندر كښې د هندوانو یاتریانو رهائشی بلاك پرانستي په موقع میډیا ??ره خبرو كښې ووئيل د مذهبي سیاحت ودي لپاره به نور هم اقدامات كولې شي،د ټولو مذهبونو د مذهبي ځايونو حفاظت زمونږ فرض دے۔ ده ووئيل اقلیتونه دلته د پاکستان جوړيدو څخه وړاندې آباد دي،نه يواځي د هندانو بلكه د نورو مذهبونو د مقدس ځايونو د ښكلا او رنګ روغن كار به هم كولې شي،په نړيوال فورم هند كښې په مسلمانانو د ظلمونو په ضد به غږ پورته كوو۔ده ووئيل پاکستان كښې مېشته اقلیتونه زمونږ خپل وګړي دي ، مونږ نړۍ ته د اقلیتی ورورولۍ په اړه ښه پیغام وركوو۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکستان كښې د حج خرڅونه د بنګله دېش، هند يا نورو هېوادونو څ??ه كم دي۔ده ووئيل مونږ حج نه دې ګران كړے، کټاس راج چکوال كښې د دوو لويو كارخانو په وجه سړكونه خراب شوي، ?? كارخانو مالکان به پابند كولې شي چې د سړكونو بيا رغونه وكړي۔ چوهدری سالك حسېن ووئيل هڅه كوو چې زياتو یاتریانو ته ویزے ترلاسه شي،خارجه وزارت ته به هم وايو چې ویزه جاري کولو كښې خنډان لري كړي۔
Nguồn bài viết : HB Điện Tử